ډیورنډ کرښه او روستۍ پراختیاوې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                دوهمه برخه :

د سړې جګړې د مهال پشان، نن هم ډیورند کرښه د سیمې او نړیوالو سترو پېښو په برخلیک او پایله کې وتلی ځای لري .

د شلمې پېړۍ په روستیو کې، د پخواني شوروي په مشرۍ د دولتي سوسیالیزم او د معاصرکاپيټالیزم برخلیک، په یوې یا بلې بڼې له دې کرښې رنګ واخیست. یوخوا، د ډیورنډ کرښې په کوزه غاړه د پنجاب پر مرکزیت، مذهبي توندلارو او ترهګرو او په عربي نړۍ کې لویديځ پلوه هیوادو اوپانګوالې نړۍ ، پرکابل د تیري لپاره سنګر ونیو او بلخوا ددې کرښې پر بره غاړه کابل اړ وو، د ځان د دفاع لپاره د پخواني شوروي او ځینو نورو هیوادو په ملاتړ ډده ولګوي . په دغه ټوله موده کې د نړیوالو مخالفو او متضادو ځواکونو شخړه او ټکر د ډیورنډ کرښې پر محور راڅرخیده او د کرښې دواړه غاړو ته پراته ولسونه بې له دې چې د دوی ملي ګټې پکې وي، ددې نړیوال ټکراو غوبل قرباني وو !

نن هم د تېر پشان، د شلمې پيړي د پای او د یوویشتمې پېړۍ نوی ټوکېدلی مذهبي ترهګري او سخت دریځي او بلخوا د نړیوال تمدن لاسته راوړنې او راتلونکي بېله دې چې هلته د حکومتونو څرنګوالی ته زیات ارزښت ورکړل شي، تر ډېره ځایه ددې کرښې پرمحور راڅرخي !

دا چې ډیورند یوه خیالي کرښه او په عمل کې شتون نه لري، دې حالت د کرښې پر محور یو تشه رامنځته کړې چې دا تشه د افغانستان د ټاکلو ستونزو او نه لاسریو له کبله، پنجاب په پوځي او استخباراتي زوراو برلاسۍ، په مذهبي سخت دریځو او ترهګرو ډکه کړې . د ترهګرو او مذهبي سخت دریځو داسې پراخه او وړیا زیرمه، پنجاب نه یوازې په کور دننه د خپلو مخالفینو په وړاندې جنګوي اوکاروي بلکې له دې زیرمې څخه د مذهبي ملیشو پتوګه د لروبرو افغانانو د ملي موخو او د بشپړ او یو موټي افغانستان د بیا احیا د مخنیوي او په سیمه کې د خپلو شوونیستي او ملیتاریستي ګټو د بسیا لپاره هم کار اخلي!

همدا مذهبي ملیشه دوی هندوستان سره د کشمیر پر سرجنګوي او تازه دا چې اوس يي د بلوچستان او سندیش د خپلواکۍ غورځنګونو د ټکولو لپاره هم کاروي .

بل پلو د کرښې پر کوزه غاړه سیمه یز او نړیوال مذهبي سخت دریځي، د نړیوال تمدن او پرمختګ سره د دوښمنۍ پاللو لپاره د پنجاب ملاتړ ته هم اړتیا لري، ځکه د پنجاب له ملاتړه پرته دوی په یوازې ځان د خپلو موخو لپاره، له دې تشې ګټه نه شي پورته کولای. هرڅونه چې دا سیمه یاغیستان او بې خاونده وي، هومره د ترهګرو د خرمستۍ او فعالیتونو لپاره مساعده ګڼل کیږي.

همداراز په افغانستان کې د ایساف او ناټو ځواکونو شتون چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه پاکستان او سیمه کې د ترهګرو د ټکولو لپاره ګمارل شوي، هم د سیمې ځینو هیوادونو او ګاونډیانو ته پلمه په لاس ورکوي چې لویدیځ سره د تربګنۍ او افغانستان سره د بدهواخۍ په لامل له ترهګرو ملاتړ وکړي.

ددې ټولو خبرو پایله دا کېدای شي چې د ډیورڼد کرښې پر محور، نه یوازې د افغانستان او پنجاب  ترمنځ ، بلکې د شاتګ او پرمختګ ځواکونو ؛ د مذهبي سخت دریځو ، ترهګرو او نړیوال تمدن ؛ د سیمې د ځینو هیوادو او لویدیځ ترمنځ، اختلافونه او ناندرۍ راڅرخي او دا کرښه د بېلابېلو ګټو پر سر د مختلفو ځواکونو د ټکر ځای ګرځېدلای دی !

د پنجاب په ګټه د ډیورنډ کرښې په اړه د امریکايي چارواکو روستۍ څرګندونې چې امریکا یوازې د خپلو ګټو په چوکاټ او د پنجاب د هڅونې لپاره کړي او په هغو کې يي د بل لوري، د لروبرو افغانانو ګټې له پامه غورځولي، نه یوازې په سیمه کې د روان کړکیچ  په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د ډیورند کرښې پر محور ټولې یادې شوې شخړې او تربګنۍ نورې هم پاروي او هغو ته نوی قوت وربخښي.

د پنجاب د ملاتړ لپاره د امریکا په دریځ کې روستۍ ځلونه ، پنجاب نورهم هڅوي چې پر افغان خاوره د توغندیو په ویشتلو سربېره، په دوه نورو جبهو کې هم له پخوا زیات فعال شي . دا خبره چې د پنجاب په وړاندې، افغانستان خپله خاوره کې ترهګرو ته ځای ورکوي، پنجاب نن سبا په بوټلې خوله کوي.  پنجاب د سوات پر ملاله د ترهګرو برید هم له افغان لوري ګڼي چې له شرموونکو درواغو پرته، بل څه نه شي کېدای!

بل پلو پنجاب هڅه کوي، پر افغانانو د ډیورنډکرښې د منلو لپاره د فشار د وسیلې پتوګه، په افغانستان کې دننه د یو شمیر تنګنظرو کړیو ملاتړ ترلاسه کړي.

« د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر د سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د کابل د سفر په ترڅ کې د افغان تاجکانو، ازبکو او هزاره وو له مشرانو سره وکتل. وروسته د جولای په میاشت کې د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف هم په کابل کې د پاکستان د نوي سفارت د پرانستنې مراسمو ته غیرپښتانه مشران وروبلل او له هغوی سره یې خبرې وکړې.

د پاکستاني او افغان چارواکو په وینا د افغان اقلیتونو له مشرانو سره په کابل کې د پاکستان سفیر او دغه راز د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له خوا هم تماسونه نیول شوي خو دا تماسونه تر ډېره پټ ساتل شوي دي. تاند »

دا چې ټوله نړۍ په یوه خوله وايي چې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی او امریکايي لوړ پوړي چارواکي هم پخپلو خبرو کې هغه نه پټوي او په کراتو يي تاییدوي، بیا د پنجاب لپاره د داسې لوی امتیاز ورکړه، که څه هم هغه یوازې د خبرو په برید کې ده ، د کومو موخو لپاره کیږي؟

افغانانو لپاره د ډیورنډکرښه د دوست او مخالف د مالومولو لپاره د محک حیثیت لري . هغوی چې پر دې کرښه په یو طرفه توګه ، د پنجاب په خوا دریږي او د افغان لوري غوښتنې او ګټې له پامه غورځوي، په هیڅ صورت د افغانانو دوست نه شي پاتېدلای .

البته خپله د افغانانو دریځ په دې اړه ټولو ته څرګند دی . افغانانو له پیل څخه دا کرښه نه ده منلې. ددې کرښې په نه منلو يي مشرانو او عزیزانو، د انګریز او روسته د پنجاب په جېلونو کې په کلونو بندونه تېر کړي او په زرګونو شهیدان يي ورکړي دي.

نن د نومبر په ۵ مه، وزیرانوشورا خپله غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ،هغه لیکلی پیغام تایید کړچې د ډیورنډکرښې په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د استازي ګروسمن له څرګندونو روسته د اکتوبر په ۲۲ مه، په انګریزي ژبه خپور شوی او پکې راغلي وو، ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ کرښه ده. همداراز په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه کې زياته شوې وه چې «  افغان حکومت په همدې دليل د هر چا لخوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او هغه بې ځايه بولي. »

په دې توګه افغانان پر ډیورنډ کرښه، د ملي ګټو ضد هیڅ ډول معاملې ته چمتو نه دي !

د ۲۰۱۲ کال د نومبر ۵ مه

 


November 6th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل تاریخی